د ګرفتارۍ د لاسه د شاهي زوم په سپكاوي د سندھ شاهي كورنۍ چا ته د مخ ښودلو پاتې نه شوه ، ډاكټر شهباز ګل

image

اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي شاهي زوم د قائد د مزار سپكاوے وكړو ولې د مخ پټولو ضرورت ئې محسوس نه كړے شو بلكې د شپې په زوره زوره ئې تقريرونه وكړل۔ بيا د قاون له مخې مقدمه درج شوه او ګرفتار كړے شو۔ د شورؤ په ورځ يو ټويټ كښې هغه ووئيل د ګرفتارۍ د لاسه د شاهي زوم په شوي سپكاوي د سندھ شاهي كورنۍ چا ته د مخ ښودلو پاتې نه شوه، هغه ووئيل د پوليس هم سپكاوے شوے۔ هم د دې پوليس يو څو افسرانو چې د وډېره ګانو په وېنا د بې وزله دهقانانو سپكاوے كولو ٬ كله چې سپريم كورټ د اومني ګروپ په ريكارډ كښې ردوبدل كښې دوي ونيول او سي پي او كراچي خپلې چوكۍ څخه اخوا كړے شو نو دغه وخت د دوي سپكاوے نه ؤ شوے ۔ هغه ووئيل پاكستان له به نن پرېكړه كول وي چې آيا د شاهي كورنۍ قانون يو او د عام اولس قانون بل ساتل دي۔ دا د ظلم نظام دے چرته چې تذليل هم شاهي كورنۍ وكړي او مظلومه هم هغوي وګرځولې شي۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل د جمهوريت په نوم دا ټوقې بايد بندې كړې شي۔قانون به ټولو لپاره يو وي او په دې به عمل هم كېږي۔ كه لوئې څښتن ته منظور وي هم دا د پاكستان منزل دے ۔ ده زياته كړه چې سټېټس كو آخري ساګانې اخلي او اولس له به د يووالي څرګندونه كول وي

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں