وزیر اعظم زراعت ته پام لرنه كوي، د جدیدې ټیکنالوجۍ كارولو، ښه تخم او سرې سره زيات پيداوار ممكن دے، سید فخر امام

image
APP03-22 ISLAMABAD: October 22 - Federal Minister for National Food Security and Research Syed Fakhar Imam chairing a meeting on FCA for Rabi season. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی) د قامي خوراک د تحفظ او د تحقیق وفاقی وزیر سید فخر امام وئيلي دي وزیراعظم عمران خان زراعت ته خاص پام لرنه كوي، د جدیدې زرعی ټیکنالوجۍ كارولو، ښه تخم او د سرې متوازن استعمال سره زيات پیداوار ممكن دے، د پومبې او ګڼي فصل څخه زمونږ پیداوار ښه دے۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د زيارت په ورځ پخپله مشرۍ كښې د وفاقي زرعي کمېټۍ (ربیع) غونډې ته خطاب کښې وكړه۔ په غونډه كښې د خریف سیزن د فصلونو د پیداوار جاج واخستلے شو دغسې د ربیع سیزن فصلونو پیداواری اهداف مقرر کړے شول۔ غونډې ته وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم زراعت ته خاص پام لرنه كوي۔ د جدیدې زرعی ټیکنالوجۍ كارولو ، ښه تخمونو او د سرې متوازن استعمال سره د زيات پیداوار ممكن دے۔ ده ووئيل زمونږه لائیو سټاك سیکټر ښه دے ۔د پومبې او ګڼي څخه زمونږ پیداوار ښه دے۔سید فخر امام ووئيل اوس پنجاب سیډ کارپوریشن يواځې 3 نه تر 5 فیصده تخم وركوي۔د غنمو امدادی بيعې په اړه به راروانه اوونۍ كښې پريكړه كولې شي۔ ده ووئيل دې نه ځانله به په سرو سبسډی وركولې شي۔ ده ووئېل مونږ له د غنمو پیداوار زياتولو ته اړټيا ده

مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں