د اېس اېم ایز وده د حكومت لومړۍ ترجيح ده٬ دې لپاره دې د كوچنۍ او مېنځنې درجې سوداګرو لپاره آسانۍ پېدا كولو ته خاص پام وكړې شي۔ وزیراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د كوچنۍ او مېنځنې درې صنعتونو لپاره د ټېكس نظام آسانولو په اهميت خاص زور رواړلو سره وئيلي دي چې د اېس اېم ایز وده د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم دا خبره په اېف بي آر او ټېكس نظام كښې د اصلاحاتو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال كړې۔ د وزیراعظم میډیا آفس له مخې په دې موقع خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود وزیراعظم ته د اېف بي آر او ټېكس په نظام كښې د اصلاحاتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم غونډې ته د وېنا په مهال ووئيل د هېواد معيشت استحكام لپاره ټېكس بېس كښې اضافه كليدي اهميت لري۔ ده ووئيل اېف بي آر په جديد خطوطو استوار كول د حكومت د ترجيحاتو برخه ده۔ وزیراعظم امر وكړو چې اېف بي آر او ټېكس نظام كښې دې ټېكنالوجي معرفي كړې شي دغسې چې په دې نظام كښې سپېځلتيا باوري كړې شي۔ په ټېكس وركوونكو په لګولې شوې بېلا بېلو ټېكسونو خبره كولو سره وزيراعظم امر وكړو چې غېر ضروري ودهولډنګ ټېكسونه ختمولو ته دې خاص پام وكړې شي۔ ده ووئيل ټېكس وركوٶنكو لپاره نظام او په خاص توګه د ګوشوارو نظام دې آسان كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں