د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل خان سره د پېښور سمال چېمبر پلاوي ملاقات

image
APP82-14 ISLAMABAD: March 14 - Minister of State for Finance Rana Muhammad Afzal Khan in a meeting with the delegation of Peshawar Small Industries Chambers at the Finance Division. APP

اسلام آباد ۔ 14 مارچ (اے پی پی) د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل خان سره د شورؤ په ورځ د پېښور سمال چېمبر يو پلاوي د دلاور احتشام په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔ په دې مهال پلاوي دوهم وزير ته خواست وكړو چې وړو تجارانو لپاره دې ساده او آسان ټېكس ريټرن فارم تيار كړې شي۔ پلاوي وړاندېز وركړو چې بېنك څخه رقم ويستلو له دې د ود هولډنګ ټېكس نفاد 5 لكهه روپۍ څخه پېل كړې شي۔ پلاوي د آډټ تګلارې آسان جوړولو په حاجت هم زور راوړو۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې دوهم وزير ووئيل د پلاوي په تجويزونو به غور كولې شي۔ پلاوي د دوهم وزير مننه كولو سره ووئيل راروان بجټ او پېښور كښې د كوچنو صنعتونو پرمختګ په لړ كښې پلاوي سره ملاقات خوشبين دے۔

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری