د پاكستان او تركيې د بحري ځواكونو د سپېشل ځواكونو ترمېنځه شريك پوځي مشق ايلدز ترسره شو

image

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د پاكستان او تركيې د بحري ځواكونو د سپېشل ځواكونو ترمېنځه شريك پوځي مشق ايلدز ترسره وشو۔ د اتوار په ورځ د پاك بحريه وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې دا مشق 12 ورځې روان و او پكښې بېلا بېل شريك عمليات شامل وو۔ د مشق مقصد عسكري اړيكو او د شريك عملياتو صلاحيت ته وده وركول و۔ وياند ووئيل چې د دوه اړخيزه مشق په مهال د ترهګرې مخ نيوي٬ د تښتول شويو راخوشې كولو او د سرچ اېنډ رسكيو د عملياتو مشق وكړے شو۔ وياند ووئيل چې د پاكستان او د تركيې د وسله والو ځواكونو ترمېنځه ژورې وظيفه اي اړيكې دي۔ د پاك بحريه او د تركيې د نېوي ترمېنځه په دوه اړخيزه او نړيوالو مشقونو كښې مرسته تل روانه وي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں