تېره مياشت په برآمداتو كښې 14.23 فيصده اضافه او په درامداتو كښې 18.39 فيصده كمې راغلې

image

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت او پېداوار سلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي چې تېره مياشت په برآمداتو كښې 14.23 فيصده اضافه او په درامداتو كښې 18.39 فيصده كمې راغلې٬ د راتلونكو شپږ مياشتو په مهال به د هېواد معيشت كښې واضح بهتري راشي۔د شورو په ورځ د خبري كنفرنس په مهال خبريالانو سره په خبرو كښې عبدالرزاق داٶد ووئيل د سږ كال په وړومبو شپږ مياشتو كښې د هېواد برآمدات زيات او برآمداتو كښې واضح كمې راغلې٬ د هېواد معيشت بهترۍ پلو روان دے۔ ده ووئيل جولائي كال 2019 كښې د وريژو په برآمد كښې 71 فيصده د رېډي ميډ ګارمنټس په برآمد كښې 17 فيصده ٬ هوم ټېكسټائل كښې 16 فيصده ٬ د پلاسټك او پلاسټك مېټريل په برآمداتو كښې 34 فيصده ٬ د كېميكلز په برآمد كښې 26 فيصد د مينګو (امونو) په برآمدات ميں 33 فيصده شوې ده او دغسې د درآمداتو په څانګه كښې د منرل پروډكشن په درآمد كښې 23 فيصده ٬ د وهيكلز په درآمداتو كښې 42 فيصد کمې د آئرن اېنډ سټيل په درآمداتو كښې 26 فيصده٬ د ټيکسټائل په درآمداتو كښې 35 فيصده كمې ، د کېميکلز په درآمداتو كښې 11 فيصده كمې٬ پېپر بورډ درآمداتو كښې 22 فيصده كمې راغلې دې

مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں