مقبوضه کشمير كښې د ټولو ظلمونو باوجود كشميري اولس د خپلې آزادۍ عزم لري۔ د اسد قېصر

image
APP40-22 ISLAMABAD: August 22 – Speaker National Assembly Asad Qaiser in a meeting with Chairman Parliamentary Committee on Kashmir Syed Fakhar Imam, Federal Minister for Inter Provincial Coordination Dr. Fehmida Mirza and Parliamentary Secretary of Commerce Ms. Shandana Gulzar Khan at Parliament House. APP

اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي مقبوضه کشمير كښې د ټولو ظلمونو باوجود كشميري اولس د خپلې آزادۍ عزم لري٬ د پاکستان پارلمان او اولس به د كشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو په پر فورم ملاتړ روان ساتي٬ د پارلماني سفارتكارۍ د لارې به هندي جارحيت نړۍ ته په ډاګه كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيات په ورځ د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكرانو سيد فخرامام او ډاکټر فهميده مرزا سره د مشاورتي غونډې په مهال كړې۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميريانو سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل د پارلماني سفارتكارۍ لا فعاله كولو سره به په كشميريانو كېدونكې ظلم او جبر او د بشري حقونو خلاف ورزۍ نړيوالې ورورولۍ ته په ډاګه كوٶ۔ ده پارلمان كښې د ټولوو سياسي ګوندونو ترمېنځه د كشمير په مسئله د سياسي همكارۍ په حاجت زور رواړلو سره ووئيل د قام په حېث مونږ له د كشميريانو د جائزو آزادۍ هلې ځلې رامخئ ته كول دي۔ په دې موقع كشمير لپاره د پارلماني كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام د وزيراعظم پاکستان بيان حواله وركولو سره ووئيل وزير اعظم عمران خان د کشميري اولس سفير دے او ھغه به د كشمير د كشالې په نړۍ كښې ترجماني كوي۔ ډاكټر فهميده مرزا خپلو خبرو كښې ووئيل په دې لړ كښې د پارلمان متفقه قرارداد منظورېدل خوشيبنه دے۔ دې ووئيل د پاکستان حکومت او نورو سياسي ګوندونو د كشمير په مسئله يو دريځ سره نړۍ ته واضح پېغام وركړې چې پاكستان به د كشميريانو د آزادۍ هلې ځلې د نړۍ په هر فورم

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں