د وزيراعظم د سماجي تحفظ او د غربت كمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP27-07 ISLAMABAD: October 07 – Special Assistant to the PM on Social Protection and Poverty Alleviation Dr. Sania Nishtar addressing a press conference. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د سماجي تحفظ او د غربت كمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئېلي دي غريبانانو او محتاجو له ډوډۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬ د احساس پروګرام له مخې د سيلاني ټرسټ په مرسته لنګرخانې جوړولې شي٬په ټول هېواد كښې بې كوره خلقو لپاره د پناه ځايونه جوړ كړی شوي٬راتلونكي يو كال كښې به 500 آئي ټي هاؤسز پیل كړی شي٬د احساس پروګرام له مخې به د سود نه بغېر قرض وركولې شي٬معذورو له به احساس كارډ وركولې شي٬د پروګرام له مخې به انډر ګريجوېټ پالېسي٬احساس اېف او د مېرمنو ښېګړی لپاره هم سكيمونه پېل كولې شي۔هغې دا خبرې د ګل په ورح خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د د وزيراعظم د سماجي تحفظ او د غربت كمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل د دې پروګرام له مخې د كمزورو او غريبو خېرښېګړې لپاره په موثر ډول كار كولې شي۔د ټولنې د غريبو او بې وسه خلقو خېرښېګړې دته وزيراعظم وړومبۍ پام لرنه كوي۔هغې ووئيل د احساس پروګرام له مخې 130 پالېسۍ او پروګرامونه پېل كولې شي۔دا كار يوازې حكومت نه شي كولې په دې كښې به نجي څانګه هم شاملولې شي۔هغې ووئيل د سېلاني ټرسټ په مرسته لنګرخانې پرانستلې شوې چرته به چې 600 كسان دوه وخته ډوډۍ خوړلې شي۔د حكومت عزم دې چې په ټول هېواد كښې به 112 لنګرخانې جوړولې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں