اسلام آباد 23 جنوري(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پاکستان د زمكې نه په زمكه د وېشتونكې بېلسټك ميزائل غزنوي په كاميابه تجربه قام له مباركي وركړې ده ۔ د زيارت په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې اولس مشر د ستراتېژك پلانز ډويژن د وسلې نظام سبنهالښت او چلولو كښې لوړ معيار په ځائ ساتلو د آرمي ستراتېژك فورسز كمانډ د اپرېشنل تيارۍ ستائنه كړې ده