په مقبوضه جمو او كشمير او هند كښې غېر جمهوري او فاشسټ نظريه تپلې شي. وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په مقبوضه جمو او كشمير او هند كښې غېر جمهوري او فاشسټ نظريه تپلې شي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان د برتانيې د ” دي اكانومسټ” مجلې د سرپاڼې عكس شريك كړو، په كوم كښې چې مجلې هند د عدم برداشت هېواد ګرځولو سره ليكلي دي چې د نړۍ لوي جمهوريت د مودي اقداماتو په وجه څنګه څنګه خطرو سره مخ دے. وزيراعظم ووئيل چې نړۍ اوس په څرګنده تسليموي چې په مقبوضه جمو او كشمير او هند كښې غېر جمهوري او فاشسټ نظريه تپلې شي. دا د منطقې سلامتيا او امن لپاره تر ټولو لوي خطر دے. ده ووئيل چې 80 لكه كشميريان او په هند كښې اوسېدونكي مسلمانان د وړاندې د مودي سفاك پالېسو سره مخ دي.

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں