د سېنېټ غونډه ٬ قطبي وزيرستان كښې شهيد شويو امنيتي اهلكارو او پوليو وركرز له فاتحه خواني

image

اسلام آباد ۔31جنوری(اے پی پی) سېنېټ كښې قطبي وزيرستان كښې د شهيد شويو امنيتي اهلكارو او پوليو وركرز روحونو ته ثواب رسولو له فاتحه خواني وكړې شوه۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سناتور مشتاق احمد د چيئرمېن په هدايت فاتحه خواني وكړه۔ سناتور مشتاق احمد ووئيل د پوليو وركرز تحفظ له بايد حكومت خاص ګامونه پورته كړي۔ په پولیو ورکرز كښې زياتره مېرمنې وي د دوئي د حفاظت انتظام د حكومت ذمه واري ده۔ ده غوښتنه وكړه چې شهيد وركرز له دې شهداﺀ پېكج اعلان كړې شي او ددوئي د كورنۍ كوم وګړي ته دې ملازمت هم وركړې شي۔ د پارلماني چارو وفاقي وزير اعظم سواتي ووئيل په پوليو وركرز بريد ډېر لوئے ظلم دے۔ چیئرمېن هدايت وكړو چې د خېبر پختونخوا اعلی وزير سره دې تماس ونيولې شي او ده ته دې په پوليو وركرز د بريد كوؤنكو په ضد د سختې كارروائۍ كولو ووئيلې شي

مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں