د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاكار ملك امين اسلم دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاكار ملك امين اسلم وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې مونږ د يو ارب نه زياتې ونې كرلو سره نړيواله ډاډګېرنه ترلاسه كړې، د راتلونكو پنځو كلونو په مهال زمونږ هدف په ټول هېواد كښې 10 اربه ونې كرل دي. كلين اېنډ ګرين پاكستان، په برېښنا چلېدونكي ګاډي، په پلاسټك بېګز بندېز او پھ ريچارج پاكستان عمل باوري كول د وزيراعظم عمران خان او د حكومت وړومبې ترجيح ده. د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې د پائيدار پرمختګ او موسمياتي بدلون په اړه دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې پاكستان په هغو 10 هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د موسمياتي بدلون په وجه زيات ځپلي شوي دي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان 1980م كښې كتاب ليكلے و په كوم كښې چې د ماحولياتي الودګې په وجه په پېدا كېدونكو ستونزو خبره شوې ده. ده ووئيل چې په خېبر پښتونخوا كښې مونږ د يو ارب نه زياتې ونې كرلو سره نړيواله ډاډګېرنه ترلاسه كړې، د راتلونكو پنځو كلونو په مهال زمونږ هدف په ټول هېواد كښې 10 اربه ونې كرل دي. دستورې ته د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل هم وېنا وكړه.

مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں