کراچۍ۔ 20 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي اېل آر بی ټی روغتون بې وزله او منځومانې طبقې ته د درملنو غوره آسانۍ وركوي۔ شتمند بايد په دې خېر كار كښې بشپړه برخه واخلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د سندھ ګورنر سره د اېل آر بي ټي روغتون كورنګي دورې په موقعه خپلو خبرو كښې وكړه۔ اولس مشر روغتون كښې د درملنو نوو آسانيو او د صفائۍ صورتحال ستائنه وكړه۔ ده ووئيل اېل آر بی ټی روغتون بې وزله او منځومانې طبقې ته د درملنو غوره آسانۍ وركوي۔ د پاكستان د سترګو تر ټولو لوئے روغتون اېل آر بي ټي مهم قامي خذمت كوي۔ده ووئېل شتمند بايد په دې خېر كار كښې بشپړه برخه واخلي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل ووئيل اېل آر بي ټي د سترګو خيال ساتلو او حفاظت كښې تر ټولو اولنۍ اداره ده۔ ده ووئيل پاكستان كښې خذمت ٬ مرسته او مسيحائي جذبه د ستائنې وړ ده۔