سيالكوټ 01 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم د قائدانه صلاحيتونو په وجه د هغه بيانيه په ټوله نړۍ كښې ډاډګېرنه ترلاسه كوي، مونږ د نړۍ په تاريخ كښې تر ټولو زياتو افغان كډوالو ته پناه وركولو سره د رياست مدينه عكاسي كړې، وزيراعظم دې قوم او هېواد سره د احساس رشته لري، وزيراعظم د اولس د تكليف ازالې لپاره د پېټروليم مصنوعاتو په بېعو كښې كمې كړې، دې بېعې ټېټېدو سره به د نورو مصنوعاتو بېعې هم ټيټې شي، پرون شوې د افغانستان د سولې لوظنامه قوم لپاره زېرې دے، نړۍ د پاكستان قربانې تسليم كړې دي، لوظنامې سره به په افغانستان او ټوله منطقه كښې امن راشي. هغې دا خبرې په سيالكوټ كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې قوم د پېټروليم په بېعو كښې د كمي پرېكړه ستائيلې ده. وزيراعظم اولس ته ريليف وركولو لپاره پوخ عزم لري. هغې ووئيل چې وزيراعظم د غنمو، چينې او ووړو د مصنوعي بحران په خپله څارنه وكړه او بحران ئې ختم كړو. اولس ته به ټولې اسانيې په ارزان نرخ وركولې شي. هغې ووئيل چې آئي اېم اېف سره د لوظنامې په اړه بې بنسټه افواګانې وكړې شوې، په سوشل مېډيا بې بنسټه پروپېګنډا كولې شي. وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې يو جنګ په پوله او بل په مېډيا كېږي، په دې هېواد كښې د مېډيا آزادي د يو امېد په توګه رامخې ته كېږي. د ذمه وارې مېډيا ډېر مهم كردار وي. د مېډيا د لارې نړۍ ته پېغام وركول كېږي چې مونږ د كشالو مقابله كولې شو. هغې ووئيل چې په هند كښې د مودي سركار اقليتونو سره معتصبانه رويه ده. په كشمير كښې د هند نهه لكه پوځ د بشري حقونو څخه سرغړونه كوي، مودي په خپله لومه كښې ښكېل شوے. هغې ووئيل چې د وي آئي پي بنديانو پاكستان ته د راوړلو وخت راغلې. كومې ناروغې لپاره چې ده ريليف غوښتې و، علاج لپاره ئې يوه ورځ هم روغتون ته لا نه ړو. د ناروغې په نوم ريليف اخستلو سره هغه په بهر هېواد كښې كاروبار ته تحفظ وركولو كښې بوخت دے. هغې ووئيل چې رانا ثناالله صاحب وئيلي وو چې ډېر زر به ئې ډاكټران سرجري وكړي، د 24مې نېټې وئيلي شوي وو خو تر نن كوم چيك آپ نه شوې. هغې ووئيل چې وفاقي حكومت به راتلونكې اونې د برتانيې حكومت د هغه پاكستان ته د سپارلو په اړه خبر كړي. زه نن هم په خپل بيان ولاړه يم. هغې ووئيل چې د حكومت د غوره پالېسو په سبب زمونږ د هېواد د لوبو مېدانونه آباد شول او سېلګري زياته شوه، مونږ سېلګرې ته هركلې وايو.