پېنډۍ 02 مارچ (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د سعودي دفاع نائب وزير شهزادہ خالد بن سليمان بن عبدالعزيز السعود ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو، په دفاعي او د سلامتيا په څانګو كښې په مرسته٬ دوه اړخيزه دفاعي مرسته لا زياتولو٬ د تربيې د تبادلې پروګرام پشمول په مجموعي سيمه ايزه سلامتيا او د مقبوضه كشمير په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ د آئي اېس پي آر له مخې دواړه مشران دې خبره ته سلا شوي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه ښې اړيكې او د ورورولۍ ژوره جذبه عظيم تاريخ لري كومه چې په كوټلې شراكت دارۍ بدلېدې شي ۔ ګران مېلمه د پاك پوځ د وظيفائي چارو ستائنه كولو سره د پاك پوځ د دوه اړخيزه تربيې د مرستې پروګرام له مخې د سعودي د رائل آرمډ فورسز د تربيې او مرستې مننه وكړه٬ شهزادہ خالد بن سليمان په منطقه كښې امن لپاره پاكستان له د بشپړه مرستې باور وركړو۔ د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سيمه ايزې سلامتيا٬ استحكام ٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو په اعتراف كولو د ګران مېلمه مننه وكړه۔ شهزادہ خالد بن سليمان سره د لوړې كچې په پلاوي كښې چيف آف جنرل سټاف جنرال فيادها بن حامد، ملټري ايډوائزر مېجر جنرال (انجينئرنګ) طلال شامل دي۔ د دې نه وړاندې د سعودي پلاوې چې كله جي اېچ كيو ته ورسېد نو د پاك پوځ يوې چټك ډلې ورته سلامي وكړه