د کرونا وائرس رنځورانو ٬ په علاج مامور ډاكټرانو او د طبي عملې نه علاوه بل چا ته د ماسك اچولو حاجت نشته۔ د ډاكټر ظفر مرزا ټويټ

image
APP34-03 ISLAMABAD: May 03 - Minister of State for National Health Services Dr Zafar Mirza addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) قامي روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي د کرونا وائرس رنځورانو ٬ په علاج مامور ډاكټرانو او د طبي عملې نه علاوه بل چا ته د ماسك اچولو حاجت نشته۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل هر چا ته د ماسك حاجت نشته٬ د ماسك كارولو حاجت ھغه كسانو ته دے څوك چې ځپلې شوي يا ډاكټر او د صحت عمله وي كومه چې د وائرس د رنځورانو خيال ساتي۔ ده ووئيل ھغه كسان څوك چې سختې يخنۍ يا نزله زكام سره مخ دي ھغوي دې هم ماسك استعمالوي۔ ده ووئيل ډاكټرانو له په خاص توګه ماسك استعمالول او ځپلو رنځورانو له هم ماسك كارول تجويز شوي ۔ ډاكټر ظفر مرزا خپل ټويټ كښې يو بېنر هم شېئر كړې چې پكښې اولس خبر كړې شوې چې ماسك استعمالولو لپاره كوم كوم اختياطي تدبيرونه خپلول پكار دي۔ د خبرتيا بېنر له مخې د ماسك استعمالولو نه وړاندې لاسونه په صابن ښه وېنځل او خله او پوزه پټول چې د ماسك او مخ ترمېنځه خلا نه وي او د استعمال نه پس ماسك سره لاس اونه لګوۍ او كه اتفاقيه لاس ماسك سره اولګي نو بيا لاس خامخا ووينځۍ او چې يو ځل ماسك استعمال شي نو بيا نه دي كارولې پكار۔ لاس په صابن تر شلو دقيقو وينځل پكار دي٬ اېن 95 يو خاص ماسك دے كوم چې د كرونا وائرس د پالنه كوٶنكو كسانو لپاره دے٬ د ماسك استعمال په مهال هم لاسونه په صابن او اوبو يا په

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں