د ترسيلات زر زياتوالې د وزيراعظم عمران خان په اقتصادي پالېسيو بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو د باور څرګندونه ده۔ د خارجه وزارت وياند

image

اسلام آباد ۔ 11 مارچ (اے پی پی) د خارجه وزارت وياند وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په اقتصادي پالېسيو باور او د اقتصادي هلو ځلو زياتېدو په سبب د روان كال په اولنو 7 مياشتو كښې ترسيلات زر كښې 5.4 فیصد اضافه شوې ده۔ د شورؤ په ورځ يو بيان كښې ده ووئيل د روان مالي كال په مهال جولائي 2019ء څخه تر فروري 2020ء د ترسیلات زر حجم 15 ارب 10 کروړه ډالر ريكارډ كړې شو۔ په فروري 2020ء كښې ترسيلات زر د فروري 2019ﺀ په مقابله كښې 15 فيصده زيات پاتې كېدو سره حجم 180 كروړه ډالره پاتې شوې دې۔ د ترسيلات زر زياتوالې د وزيراعظم عمران خان په اقتصادي پالېسيو بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو د باور څرګندونه ده۔

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں