اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د خالي په ورځ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې كورونا وائرس څخه د بچ كېدو په شمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چيئرمېن د كورونا وائرس مقابله كوؤنكې پارلماني كمېټۍ ستائنه كولو سره ووئيل ټوله سياسي مشرتابه به په ګډه ددې وباﺀ مقابله كوي۔ ده ووئيل سېنېټ به هم خپلې نامې ډېر زر قومي اسمبلۍ ته ولېږي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د پارلماني كمېټۍ جوړولو مقصد كورونا وائرس څخه اولس بچ كولو له ګامونه پورته كول دي۔ ټول قام له به د دې وباﺀ مقابله كول وي۔ ده ووئيل كورونا وائرس څخه په معاشي توګه په رامخې ته كېدونكو چېلنجز قابو موندلو له به تګلاره جوړول وي۔ د مخالفې ډلې او حكومت لخوا نامې راتلو سره به پارلماني كمېټي جوړولې شي كومه به چې خپل سفارشات او وړاندېزونه حكومت ته وړاندې كوي او د كورونو وائرس مخنيوي له به په حكومتي ګامونو نظر هم ساتي۔ سپيكر ووئيل كورونا د نړيوالې وباﺀ شكل اختيار كړې دې۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د وباﺀ په تناظر كښې احتياطي تدبيرونه خپلول زمونږ د ټولو سماجي ذمه واري ده۔ ده ووئيل وګړي ٬ پارلماني غړي او ملازمين دې غېر ضروري اجتماعاتو كښې ګډون كولو څخه ډډه وكړي