د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا په مشرۍ كښې پمز روغتون كښې د هېډ آف ډيپارټمنټس غونډه ٬ د كورونا وائرس مخنيوي له د موجوده صورتحال او تياريانو جاج واخستې شو

image

اسلام آباد ۔ 22 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا په مشرۍ كښې پمز روغتون كښې د هېډ آف ډيپارټمنټس غونډه وشوه۔ غونډه كښې د پمز اي ډي او د اېن ډي اېم اے نمائنده هم ګډون وكړو۔ په دې مهال د كورونا وائرس مخنيوي له د موجوده صورتحال او تياريانو جاج واخستې شو۔ پمز روغتون د اسلام آباد تر ټولو لوئے روغتون دے۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې خاص مرستيال ووئيل سېفټی آف هېلتھ ورکرز د حكومت تر ټولو اولنۍ ترجيح ده او په دې لړ كښې ټول ضروري ګامونه پورته كوؤ۔ ده ووئيل د روغتون انتظاميه دې د حافظتي ماسك او ضروري آلاتو لسټ په سمدستي توګه راكړي۔ ډاکټر ظفر مرزا زياته كړه چې اېن ډي اېم اے سره په ګډه د يو مربوط سپلائي چېن سسټم جوړ كړې شوې دې۔ د حفاظتی آلات رسنه باوري كولې شي۔ دغسې پمز روغتون كښې د بېډز شمېره زياتوالې شي۔ ده ووئيل 70بېډز لا اپ ګرېډ كولې شي۔ ده ووئيل فېډرل جنرل هسپتال چک شهزاد هم د كورونا وائرس په لړ كښې خاص كولې شي۔ ده ووئيل كورونا وائرس څخه اولس بچ كولو له د روغتونونو عمله په بشپړه توګه چمتو ده

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں