اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي پاکستان د افغانستان سره خپلې دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي، پاکستان به د يو قوي، متحد، مستحکم، سوكاله او امناكه افغانستان لپاره مرسته روانه ساتي۔ د خارجه دفتر وياندې له مخې خارجه وزير د ګل په ورځ د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير حنیف آتمر سره ټیلیفوني رابطه كړې۔ دواړه خارجه وزيرانو ترمينځه د کورونا وائرس خپريدو مخنيوي ، دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز امن او استحکام په اړه تفوصیلی خبرې شوي۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي حنیف آتمر له د افغانستان د لنډ مهاله خارجه وزير په چوكۍ سنبھالولو مبارکي وركولو سره هيله څركنده كړه چې د هغه په موجودګۍ كښې به پاك افغان دوه اړخيزه اړيكو ته وده ترلاسه شي۔ شاہ محمود قریشی ووئيل پاکستان د يو امناكه ګاونډي په توګه افغانستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ ده ووئيل د اوسني وبائی صورتحال ترمخه پاکستان د افغانستان په خواست افغان وګړو او مال وړونكو کنټینرو تګ راتګ لپاره زيات اقدامات کړې۔ هيله لرو چې پاك افغان دوه اړخيزه اړېكې لا قوي كولو له به اے پیپس (اے پی اے پی پی ایس) راروان دور زر تر زره وكړې شي۔ شاہ محمود قریشی ووئيل پاکستان به افغان امن عمل كښې خپل مصالحانه کردار، په ښه نيت سره ترسره كوي۔ د امریکې او طالبانو امن لوظنامې په صورت كښې افغان قیادت سره يوه ښه موقع ده او هغه په افغانستان كښې د اوږدې مودې امن او استحکام باوري كولو لپاره شريكې هڅې كارولې شي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان به د يو قوي ، متحد، مستحکم، سوكاله او امناكه افغانستان لپاره مرسته روانه ساتي