اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) د وزیر اعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سید ذوالفقار بخاری وئيلي دي د پیپلز پارټۍ چیئرمین بلاول بھټو زرداری د اړخه د پی ټی آئی لارښود شاه محمود قریشی څخه استعفیٰ غوښتل ټوقې دي، د هغوي ټول خاندانی سیاست په سندھ كارډ او د مظلومیت كارډ په لوبولو اډانه لري۔ په سماجی رابطه ویب سائټ ټوئټر زلفی بخاری ووئيل د سندھ د معصومه وګړيو د لوټلو سلسله روانه ده او د رښتيا خوښونكو سره د دښمني كيږي