اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) پارلماني چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر بابر اعوان وئيلي دي د سېنېټ د غړو د وړاندېزونو هركلے كوٶ٬ وزيراعظم عمران خان د ديهاړي مارو او نجي ادارو څخه د بې روزګاره شو كسانو خبره كړې٬ څوك دې د اتلسم بدلون په شا د پټېدو هڅه نه كوي٬ اتلسم بدلون واخلۍ نېب ارډيننس واخلۍ ٬د عمران خان په حکومت كښې به داسې هېڅ كله اونه شي٬ د احتساب د قامي ادارې وزرې به نه پرې كوٶ او نه به د احتساب په عمل كښې خنډان رامخې ته كېږي۔ ډاكټر بابر اعوان د زيارت په ورځ په سېنېټ كښې د كرونا وباء صورتحال پحقله په تحريك بحث كښې ده ووئيل لاس په دعا يو چې زمونږ رب زمونږ مرسته او نصرت وكري او زمونږ هېواد او اسلامي نړۍ ته د دې ازمېښت نه خلاصې وركړي۔ ده ووئيل د سېنېټ په غونډه كولو د چيئرمېن٬ وظيفه ترسره كوونكي سېكرټري او د سېنېټ عملې ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ غونډه د مخالفې ډلې په اېجندا رابللې شوې وه خو ټول خبر دي چې دوي په دې اېجنډا څومره خبرې كړي٬ ځينې سېنېټړز ډېر ښه تجويزونه وركړي٬ ايوان له باور وركوم چې مونږ به دا تجويزونه په سنجيدګۍ سره اخلو او دا به اېن سي او سي ته اېږدو۔ده ووئېل دا د وفاق ايوان دے او دا مستحكم كول زمونږ ذمه واري ده٬ كومو لويديزو هېوادونو كښې چې كډوالو لپاره ديوالونه اودرولې ھغوي سخت صورتحال سره مخ دي ۔ ده ووئيل د لوئې څښتن شكر كوٶ چې د چين او ايران سره د پولې لرلو باوجود صورتحال زيات خراب نه دے٬ د پاك پوځ او سياسي مشرانو د كمېټۍ د پرېكړو له امله مونږ د كرونا خپرېدو كمولو كښې بريالي شوې يو۔ده ووئېل په اوسنۍ وضعه كښې پاكستان كښې د فوډ سپلائي سلسله د نورو هېوادونو په مقابل كښې په ښه ډول روانه ده ٬ مونږ د يو پړاٶ نه بل پړاٶ ته اوړېدلې يو٬ نړۍ په بحران قابو موندلو او د بحران نه پس د رامخې ته شوې صورتحال مخ نيوي لپاره په حكمت عملۍ غور كوي ۔ ده ووئيل په اوسني دور كښې حكومت ګرد هېواد كښې د شناختي كارد د لارې سپېځلتيا او مېرټ سره ډېرې روپۍ وېشلې او د يو ځاے نه هم د بې ضابطګۍ ګېله نه دې راهلې۔ بابر اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان د ضرورت له مخې د سخت لاك ډآٶن په ځاے مينځنۍ لاره خپله كړې ۔ ده ووئيل شتمند په اشرافيه خلقو كښې شمېرلې كېږي او بې وسه په كچه آ باديو كښې مېشته دي او هم دغه بې وسه د وزيراعظم عمران خان ترجيح ده۔ ده ووئيل د “قرض اتارو ملک سنوارو” كمپائن د لارې په هېواد كښې په وړمبي ځل خېرغوښتلې شوے ؤ۔