نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر د كورونا وائرس زياتېدونك كېسونو په حقله 20 ښارونه په ګوته كړل

image

اسلام آباد ۔ 15 جون (اے پی پی) این سی او سی د ټي ټي كيو اقدام ترمخه د کورونا وائرس رامخې ته كېدونكو زياتو كېسونو په حقله يو شمېر ښارونه په ګوته كړي دي۔ د سمارټ لاک ډاؤن حکمت عملۍ ترسېوري لاندې د وزيراعظم په كورونا وائرس د قابو موندلو اعلان له مخې اېن سي او سي ټول پاكستان كښې د ممكنه كورونا کلسټرز او هاټ سپاټس جاج واخست۔ ګرد پاكستان كښې 20 ښارونه په ګوته كړې شوي چرته چې په ممكنه توګه د كورونا خپرېدو كښې زياتوالې رامخې ته كېدې شي په كوم قابو موندلو له به چې ګامونه پورته كول وي۔ د اېن سي او سي د لارې دا خبره صوبو سره شيئر كولې شي۔ په جي نائن ټو او جي نائن تھری كښې د درېو سوو نه زيات كېسونه رامخې ته وو۔ د كراچي كمپنۍ په شمول دا سيمې سيل كړې شوي۔ اسلام آباد كښې د نوي هارټ سپاټ نه وروستو چې كومې نورې سيمې سيل كېدې شي هغو كښې جی سیون، غوری ټاؤن، بهارہ کهو، آئی ټین، آئی ایټ شامل دي ۔ د اېن سی او سی له مخې چی كومو ښارونو كښې دا وائرس تندۍ سره خپرېږي هغو كښې کراچۍ، لاهور، کوئټه، پېښور ، پېنډۍ، اسلام آباد، فیصل آباد، ملتان، ګوجرانواله، سوات، حېدر اباد، سکھر، سیالکوټ، ګجرات، ګھوټکی، لاړکانه، خیرپور، ډی جی خان، مالاکنډ او مردان شامل دي ۔ د وزیراعظم د اعلان له مخې اېن سي او سي ته د اېن ډي اېم اے د لارې د آكسيجن آسانۍ لرونكو كټونو او د وېنټي لېټرز په بابله ووئيلې شول۔ د زيات شوي ضرورت له مخې په مجموعي توګه 2 زره 150 ج آکسیجن آساني لرونكې بېډز به د جولائي تر آخره وركرے شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں