په اېن اېف سي اېوارډ كښې د صوبو غوندې د اسلام اباد برخه هم پكار ده۔ راجه خرم شهزاد نواز

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي راجه خرم شهزاد نواز وئيلي دي په لندن او سوئس بېنكونو كښې د قام پېسه دې بېرته راوړلې شي٬ په اېن اېف سي اېوارډ كښې د صوبو غوندې د اسلام اباد برخه هم پكار ده۔ د ګل په ورځ بجټ بحث كښې ده ووئيل حكومت اولس د ټېكسونو نه ساتلے٬ په تېر وخت كښې د اولس د ټېكس پېسې ټهېكه دارانو له وركړے كېدې او دغه ټهېكدارونو پاكستان تباه كړے۔ ده ووئيل تحريك انصاف د لندن په عالي ماڼو كښې عياشۍ كوٶنكو لپاره نه د پاكستان ماشومانو لپاره پېسه وركړې٬په بجټ كښې بې وسه خلقو ته د سهارې وركولو هڅه شوې ۔ ده ووئيل ټول سياسي ګوندونه له د بهر هېوادونو نه د پاكستان پېسه راوړلو لپاره يو موټې كېدل پكار دي۔ ده ووئيل دغه پېسه په پاكستان كښې انوسټ كول پكار دي چې ورسره د روزګار موقعې راپېدا شي ۔ ده ووئيل په 60 كالو كښې د اسلام آباد جوړولو له مرسته كوٶنكي وګړي هېر كړې شوې وو٬ نن د عمران خان په حكومت كښې دغه خلقو ته معاوضې وركړے كېږي۔ ٬ ده ووئيل په تېرو لسو كالو كښې په اول ځل اسلام آباد لپاره بجټ بېل كړے شوے چې مونږ پرې د وزيراعظم او د خزانې سلاحكار مننه كوٶ

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں