د قومي اسمبلۍ سپيكر لخوا مولانا اسعد محمود ته ځواب

image

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي ايوان به د رولز له مخې چلولے شي، ټولو غړو له به د كمي كولو په تحريكونو د خبرې كولو موقع وركولې شي. د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې مولانا اسعد محمود ووئيل مونږ وړاندې هم وئيلي وو چې د دستور له مخې دې ايوان وچلولے شي، تاسو زمونږ د غړو د كمي كولو تحريكونه د نورو غړو تحريكونو سره مه تړې ، هر يو غړي ته دې د خبرې كولو موقع وركړے شي. زمونږ غړو خواري كړې او تاسو د هغوي د كمي كولو تحريكونه يو ځاے كوې . د قومي اسمبلۍ سپيكر د دې په ځواب ووئيل ټولو غړو ته به د خبرې كولو بسشپړه موقع وركولے شي، مونږ د رولز له مخې ايوان چلوو. مونږ تحريكونه وړاندې كولو لپاره رايو ځاے كوو

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں