اسلام آباد ۔ 26 جون (اے پی پی) د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته رابللے شوے او ورته د جون په 25 مه نېټه د هندي پوځ لخوا د اېل او سي په كرېله سېكټر د جنګ بندۍ په خلاف ورزيو احتجاج ريكارډ كړے شوے۔ د هندي پوځ د ناترڅه ډزو په نتيجه كښې 28 كلنه مېرمن مديحه حفيظ سخته ژوبل شوې وه۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې سینئر هندے سفارتكار خارجه دفتر ته رابللے شو ےاو هغه ته احتجاجي مراسله وركولو سره وئيلې شوي چې قابض هندي ځواكونه په اېل او سي او وركنګ باؤنډرۍ د جنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزي كولو سره د آرټلری، درنې او خودكاره وسلې د لارې د عامو وګړو ودانۍ په نښه كوي۔ هندي سفارتكار ته ووئيل شول چې د عامو وګړو ودانۍ په نښه كول د افسوس وړ او د نړيوالو بشري قانونونو په ضد كار دے۔ د هند لخوا د جنګ بندۍ دې خلاف ورزيو د لاسه سيمه ايز امن او سلامتيا سختو خطرو سره مخ دے چې نتيجه ئې د ستراتيجيكي غلطۍ په شكل رامخې ته كېدے شي۔ هند د روان كال په مهال 1487 ځله د جنګ بندۍ خلاف ورزي كړې چې په نتيجه كښې ئې 13 بېګناه وګړي مړه او 106 نور ژوبل شوي۔ د هند سفارتكار خبر كړے شو چی په اېل او سي د تاؤ تريخوالي زياتېدو سره هند مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو څخه د نړۍ پام بلخوا كېدے نه شي۔