د مخدوم شاه محمود قرېشي افغانستان لپاره خاص نمائنده محمد صادق سره خبرې

image

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي افغانستان كښې مستقل امن او استحكام د ټولې منطقې تعمير او پرمختګ لپاره ضرورې دے۔ دا خبرې ده افغانستان لپاره د پاكستان خاص استازي محمد صادق سره كړې چا چې د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې وفاقي وزير سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال د افغان امن عمل پشمول منطقه كښې د امن او استحكام په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل هند د خپلو كورنيو ناكامو نه پام اخوا كولو لپاره د منطقې امن ته زيان رسولے شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د شريكو ذمه وارو تر سره كولو سره د زړه له كومي په افغان امن عمل كښې د روغې جوړې كردار لوبولے چې په نړۍ كښې ئې ډاډګيرنه شوې۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان او به د افغانستان امن پشمول منطقه كښئ د امن او استحكام لپاره خپلې هلې ځلې دوامدارې ساتي

مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados
متعلقہ مضامین
مزید خبریں