د ضم شوو سيمو رغونې او پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي، دغه سيمو كښې انفراسټركچر جوړولو لپاره بيل شوے فنډز په وخت جاري كول به باوري كولے شي

image
APP56-29 ISLAMABAD: July 29 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting on KP issues. APP

اسلام آباد 29 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د ضم شوو سيمو رغونې او پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي، دغه سيمو كښې انفراسټركچر جوړولو لپاره بيل شوے فنډز په وخت جاري كول به باوري كولے شي، د توان څانګې ادارو په بورډ آف ډائریكټرز كښې دې صوبائی نمائندګي باوري كړے شي۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د شورو په ورځ د خیبرپښتونخوا په چارو او په خاص توګه د توان څانګې چارو او د ضم شوو سيموكښې د پرمختيائي عمل د پيشرفت په حقله د جاج اخستو غونډې مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې وفاقی وزايرانو اسد عمر، عمر ایوب خان، د خیبرپښتونخواګورنر شاه فرمان، د كے پی كے وزیرِاعلیٰ محمود خان او د اړوندو محكمو وفاقی او صوبائی چارواكو ګډون كولو۔ د وزیراعظم میډیا آفس له مخې غونډه كښې به ضم شوو سيموكښې د پرمختيائي كارونو رفتار، مالی كال 2019-20ء خرڅونو او د روان مالی كال لپاره په بيل شوي بجټ خبرې اتري وشوي۔ په دې مهال د توان څانګه كښې د وهیلنګ رجیم نفاذ، د توان څانګې په بورډز كښې د صوبائی نمائندګۍ، د نیټ هائیډل پرافټس وركولو، پاور جنریشن پالیسی 2015ء كښې مجوزه بدلون او چشمه رائټ بنك كنال منصوبې له عملی شكل وركولو په چارو غور وشو۔ وزیراعظم غونډې ته ووئيل د ضم شوو سيمو تعمیر او پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي۔ ده ووئيل ضم شوو سيمو كښې انفراسټركچر جوړولو لپاره بيل شوے فنډ په وحت جاري كول دې باوري كړے شي۔ د وهیلنګ رجیم نفاذ او صنعتی څانګې ته د دې نظام ترمخه د رسيدونكې ګټې په اړه وزیرِ اعظم نیپرا ته سپارښتنه وكړه چې وهیلنګ رجیم نفاذ كښې پيښې ټولې مسئلې دې د اسټیك هولډرز په مشاوت سره زر تر زره حل كړے شي دغسې چې د دې نظام څخه استفاده وكړے شي۔ وزیر اعظم سپارښتنه وكړه د توان څانګې په بورډ آف ډائریكټرز كښې دې صوبائی نمائندګی باوري كړے شي۔ د نیټ هائیډل پرافټس ادائیګو په معامله وزیرِ اعظم سپارښتنه وكړه چې د توان وزارتِ، خزانې وزارتِ او ایف بی آر سره دې صوبائی حكومت په دې اړه تګلاره جوړه كړي۔ پاور جنریشن پالیسی 2015ء كښې مجوزه بدلون په اړه وزیرِ اعظم سپارښتنه وكړه چې په دې معامله دې د توان لپاره كابینه كمیټۍ كښې غور وكړے شي۔په غونډه كښې چشمه رائټ بنك كنال منصوبې په اړه وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د صوبې سماجی او معاشی او په خاص توګه د زرعی څانګې پرمختګ لپاره د مهمې منصوبې فزیبیلټی دې په 6 مياشتو كښې بشپړه كړې شي دغسې چې په منصوبه پیش رفت تند كړے شي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں