د هېواد معيشت كښې به په زړه پورې ډول د پرمختګ لړې روانه وي، په ټول پاكستان كښې د رېلوے پټلې بدلولوو، د برېښنا او توان څانګې بهترۍ او اصلاحات ته وزيراعظم عمران خان پام لرنه كوي

image

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئيلي دي د هېواد په معيشت كښې به په زړه پورې ډول د پرمختګ لړې روانه وي، په ټول پاكستان كښې د رېلوے پټلې بدلولوو ، د برېښنا او توان څانګې بهتري او اصلاحات ته وزيراعظم عمران خان پام لرنه كوي ، حكومت د سركاري څانګې په كاروباري ادارو كښې د اصلاح او بهترې عزم لري، د اېم اېل ون او بهاشا بند پروژو سره اقتصادي چارې مخ په زياتېدو دي، دې سره به يو نيم لك خلقو لپاره د ملازمتونو موقعې راپېدا شي. ده دا خبرې نجي ټي وي چېنل سره په خپله مركه كښې وكړې. د خزانې صلاحكار ووئيل د مالي كال په وړومبې مياشت كښې د كورني اقتصاد او برآمداتو په اړه چارو كښې ښه اضافه شوې. د مالي كال په وړومبې مياشت كښې د دوه اربه ډالرو برآمدات شوي كوم چې د تېر مالي كال د دې مودې په مقابل كښې 6 فيصده زيات دي. برآمدات زياتول زمونږ خاص پاليسي ده ځكه چې كه مونږ زرمبادله ونه ګټو نو زمونږ معيشت به مستحكم نه شي. ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو لخوا په ترسيلات زر كښې هم اضافه شوې، د سيمنټ په پېداوار او خرڅ كښې 33 فيصده اضافه شوې.ده ووئېل د جولائي په مياشت كښې 4 مليونه ټنه سيمنټ خرڅ شوي. د پېټرول بېعه كښې 8 فيصده او د ډيزل په بېعه كښې 15 فيصده زياتوالے شوے. د سرو په خرڅ كښې 22 فيصده اضافه شوې. ده ووئېل د دې اشارو څخه څرګندېږي چې د پاكستان په كورني معيشت كښې تندر رفتاري روانه ده. د محصولات راغونډولو په شرح كښې د هدف نه 23 فيصده زياته اضافه شوې . د محصولاتو په مد كښې د جولائي په مياشت كښې 300 اربه روپې راغونډې كړې شوي. سټاك ماركيټ د پاكستان د اقتصادي اعتماد يو بنيادي پېمانه ده، په سټاك ماركيټ كښې په سرمايه كارې كښې د كووېډ 19 وبا پېل كېدو نه تر اوسه د 47 فيصده اضافه شوې. ده ووئېل بلوم برګ هم د پاكستان سټاك ماركيټ په نړۍ كښې په تندې سره رفتار كوونكے سټاك ماركيټ ګرځولے. دغسې نړيوالې ادارې موډيز د پاكستان معاشي پېش منظر مستحكم ګرځولے. د دې نړيوالو ادارو تجزيه آزاده وي ځكه د اقتصادي پرمختګ دا عمل به پائيدار وي. ده ووئيل حكومت د پاكستان د تاريخ تر ټولو لوي تعميراتي پېكج وركړے، دې څانګې لپاره د ټېكسونو په شمېره او شرح كښې كمې شوے. ده ووئېل وزيراعظم عمران خان په اسلام آباد او لاهور كښې هم د يو شمېر پروژو پرانسته كړې او دې سره به د پاكستان اقتصادي منظر نامه لا ښه شي. ده ووئيل آئي اېم اېف سره د پاكستان پروګرام يو مركزي حيثيت لري، آئي اېم اېف د نړۍ تر ټولو لويه مالياتي اداره ده، د پروګرام له مخې آئي اېم اېف د پاكستان مرسته كوي ، كله چې آئي اېم اېف كوم هېواد سره ولاړ وي نو نورې مالياتي ادارې نړيوال بېنك او د اسيائي پرمختيائي بېنك څخه هم داسې اشارې رامخې ته كېږي .ده ووئېل د آئي اېم اېف راتللو سره د پاكستان په اعتماد كښې اضافه شوې او د دې په پاكستان ښه آغېز شوے. ده ووئيل د اېف بي آر فاسټر نظام د انساني مداخلې څخه آزاد كړے شوے، د اداره جاتي اصلاحاتو عمل روان دے، آټومېشن لپاره لوي رقم مختص كړے شوے ؤ او نړيوال بېنك سره هم يوه لويه پروژه پېل كړې شوې..

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں