د مېرمنو خبريالانو زورول د قبلولو وړ نه دي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير څخه مو د خبريالانو د تحفظ بل په تيارې كښې تندي راوستلو لپاره د لارښودنې درخواست كړے

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شېرين مزاري وئيلي دي د مېرمنو خبريالانو په نښه كېدو او دوي سره د بدسلوكې په اورېدو خفه شوے يم، د مېرمنو خبريالانو زورول د قبلولو وړ نه دي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير څخه مو د خبريالانو د تحفظ بل په تيارې كښې تندي راوستلو لپاره د لارښودنې درخواست كړے، د دې نه يوازې سخت ضرورت دے بلكې زمونږ د آئين او نړيوال قوانين له مخې زمونږ ذمه واري ده. په ټويټر په خپل بيان كښې وفاقي وزيرې ووئيل خبريالان وظيفه اي خدمات ترسره كوي او دوي په نښه كول او په خاص توګه په صنفي بنيادونو بدسلوكي كول ډېره د افسوس خبره ده.هغې ووئيل د كوم هم سياستدان يا د هغه د كورنۍ لخوا مېرمنې خبريالانې زورول د قبلولو وړ نه دي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں