اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب او كورنيو چارو صلاحكار شهزاد اكبر وئيلي دي په اېنټي مني لانډرنګ اېكټ كښې د ګرفتارې په اړه كوم بدلون نه كېږي، شېري رحمان دې اولس نه ګمراه كوي، ستاسو حكومتونو د وړاندې نه اولس ډېر ګمراه كړے. د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل شېري رحمان دې دروغ وئيلو سره د اولس ګمراه كولو لړې بنده كړي، ستاسو حكومتونو اولس د وړاندې نه ډېر ګمراه كړے. ده ووئيل ستاسو حكومت كښې د اولس دوسته قوانين لكه د پي او سي اے په اړه اولس ښه خبر دے. پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ ﴿ن﴾ يوازې د اېن آر او نه ترلاسه كېدو په وجه د اېف اے ټي اېف مخالفت كوي. د اېف اے ټي اېف ټول مهم ضروريات په تحريري شكل كښې موجود دي . پيپلز پارټي او مسلم ليګ ﴿ن﴾ په دې لړ كښې ښه خبر دي. شهزاد اكبر ووئيل په اېنټي مني لانډرنګ اېكټ كښې د ګرفتارې په اړه كوم بدلون نه كېږي. دا كوم ظالمانه قانون نه دے، د سلګونو په شمېر جرائم قانون نافذ كوونكو ادارو لپاره د دست اندازې قابل دي.