کرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره دې په اېس او پيز په سختۍ سره عمل درآمد وكړې شي۔شفقت محمود

image
APP15-15 ISLAMABAD: September 15 - Federal Education Minister Shafqat Mahmood addressing during his visit to Mohsin Murtaza Model School for Boys G-6/4 as a large number of the students resumed their academic activities after reopening of higher education institutions in the country joined their educational institutions on Tuesday after around six-month long closure due to the corona virus pandemic. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود د تعليمي ادارو مشرانو ته وئيلي دي چې کرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره دې په اېس او پيز په سختۍ سره عمل درآمد وكړې شي۔ د نهې په ورځ وفاقي وزير د اسلام آباد د بېلا بېلو سكولونو دوره كولو سره د تعليمي ادارو د هلو ځلو بيا پېل كېدو جاج واخست۔ په دې موقع وفاقي وزير د كرونا وباء په سوب د شپږ مياشتو راهسې بند سكولونو ته په راتګ د زده كوٶنكو هركلے وكړو۔ شفقت محمود د درې سكولو محسن مرتضي ماډل سکول فار بوائز جي4/6، اسلام آباد کالج فار بوائز جي3/6 او اسلام آباد ماډل سکول فار ګرلز/ بوائز سيد پور ويلج دوره وكړه۔ وفاقي وزير په زده كوٶنكو زور رواړو چې ھغوي دې په اېس او پيز په سختۍ سره عمل وكړي او ماسك دې استعمال كړي۔ ده ووېيل دا يو لوي چېلنج دې او په دې چېلنج كښې به كاميابي ترلاسه كوٶ۔ ده ووئيل د هر سكول مانيټرنګ كېږي او چرته چې په اېس او پيز عملدرامد نه كېږي ورته به وارننګ وركولې شي۔ ده ووئيل په اېس او پيز عمل نه كولو په صورت كښې سكول بندېدې هم شي۔ ده ووئيل د هېواد 215 پوهنتونه دي٬ هر پوهنتون كښې هاسټل دي په دې كښې دې هم د اېس او پيز خيال وساتلې شي۔ ده ووئيل مرحله وار به د كوچينانو شمېره زياتوٶ۔ ده ووئيل سكول ته د تګ راتګ مرحله هم اهم ده

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں