وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د چينو او غنمو شته والي او بيعو په حقله د جاج اخستلو غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي غنم او چيني د اولس بنيادي حاجت دے٬د هغې شته والې او مناسب بيعه دې باوري كړے شي٬د غنمو درآمد كښې د پېشرفت په اړھ پرله پسې خبر راكوې ۔ده دا خبره په هېواد كښې د چينو او غنمو شته والي او بيعو په حقله د جاج اخستلو غونډې ته د وېنا په مهال وكړه۔په غونډه كښې د نېشنل فوډ سېكورټي وفاقي وزير سيد فخر امام٬د صنعت وفاقي وزير محمد حماد اظهر٬د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او نورو ګډون وكړو۔وزيراعظم مېډيا آفس له مخې وزيراعظم ته په هېواد كښې د غنمو شته والي صورتحال او په درآمد كښې تراوسه د شوي پېشرفت تفصيلي رپورټ وړاندې كړے شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د نجي څانګې د اړخه تراوسه 4لكه مېټرك ټنه غنم درآمد شوي او 10 لكه ټنه غنم به په راروانه مياشت كښې هېواد ته راورسيږي ۔دې سره سره ګورنمنټ ټو ګورنمنټ لوظ نامې د لارې هم غنم درآمد كړې كېږي٬د چينو شته والي په حقله ووئيل شول د حكومتي پريكړې له مخې د چينو درآمد روان دے او دا خبره باوري كړے كېږي چې د چينو طلب او رسد كښې فرق خاتم كړے شي۔د پنجاب چيف سېكرټري ووئيل شوګر ملز پابند شوي چې تر 15 نومبر كرشنګ پیل كړي۔وزيراعظم غونډې ته ووئيل د چينو او غنمو شته والي او مناسبه بيعه دې باوري كړی شي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه په هېواد كښې د غنمو حاجت تر نظر ساتلو سره دې په زيات مقدار كښې غنم باوري كړے شي

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں