اسلام آباد۔6 اکتوبر(اے پی پی) پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير اندوروله كامناره د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښی د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځھ د پارلماني او اقتصادي مرستې زياتولو پشمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښی د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل پاکستان اروپائي ائتلاف سره خپلې خبرې مهمې ګڼي او پارلماني او اقتصادي څانګو كښې مرستې لا پراخه كولو سره دا لا مستحكمول غواړي۔ هغه د اروپائي ائتلاف لخوا پېل كېدونكې پارلماني پارټنرشپ پروګرام ستائلو سره باور څرګند كړو چې دا پروګرام به د پارلماني غړو پارلماني عمل كښې د بشپړه كردار ترسره كولو ي له مرستياله ثابت شي۔ سپیکر د جی اېس پی پلس لاندې د پاكستانو مصنوعاتو اروپائي منډيانو ته آسانه رسنه كښې د اروپائي ائتلاف كردار وستائلو چې ورسره د پاكستان معيشت وده كړې ۔ سپيكر ووئيل حكومت سرمايه كار دوسته پالېسۍ وضعه كوي كومو څخه چې د اروپائي ائتلاف سرمايه كار استفاده كولې شي۔ هغه ووئيل پاکستان ټولې شخړې د خبرو د لارې هوارول غواړي۔ افغانستان سره د اړيكو ذكر كولو كښې سپيكر ووئيل پاكستان به سولييز افغانستان او منطقه كښې امن او پرمختګ له خپل مثبت كردار روان ساتي۔ هغه ووئيل پاكستان به د افغان اولس پرمختګ او سوكالۍ او د منطقې امن له د افغاان امن مذاكراتو ملاتړ روان ساتي۔ سپيكر د اروپائي ائتلاف سفير د پارلمان لخوا افغانستان لپاره د نوې وېزه پالېسۍ اجرا ٬ تجارتي مراعاتو ٬ دوه اړخيزه تجارت كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو او په اولسي كچه د تړون زياتولو په لړ كښې د پورته كړو ګامونو نه هم خبر كړو۔ سفير اندوروله کامنارہ خپلو خبرو كښې ووئيل اروپائي ائتلاف پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او پاكستان سره سماجي او اقتصادي څانګو كښې مرسته لا زياتول غواړي۔ هغه د پاكستانو مصنوعاتو معيار ستائلو سره ووئيل د خپل معيار له امله د اروپائي ائتلاف منډيانو كښې د پاكستانو مصنوعاتو طلب زياتېږي۔ هغه ووئيل اروپائي ائتلاف پاكستان سره تجارتي حجم زياتولو له ګامونه پورته كوي۔ د اروپايي ائتلاف سفير پارلماني مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل پارلماني مرسته زياتولو له به اسلام آباد كښی يورپي يونين مشن خپل مثبت كردار ترسره كوي