د قومي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې د پاك افغان فرېنډ شپ ګروپ اېګزېكټو كمېټۍ غونډه

image
APP02-07 ISLAMABAD: October 07 – Speaker National Assembly Asad Qaiser presiding over a meeting of Executive Committee of Pak-Afghan Parliamentary Friendship Group at Parliament House. APP

اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې د پاك افغان فرېنډ شپ ګروپ اېګزېكټو كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ غونډه كښې دوه اړخيزه تجارت كښې په اوسنو مياشتو كښې د شوي پېشرفت جاج واخستلے شو۔ غونډه كښې پارلماني غړو ٬ د وزيراعظم خصوصي مرستيال ارباب شهزاد، د پاکستان او افغانستان خصوصی استازي صادق خان، د خارجه وزارت ٬ تجارت ٬ نېشنل فوډ سېكېورټي ٬ مېري ټائم افيئر ٬ اېف بي آر ٬ كسټم او اسټېټ بېنك اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ سپيكر په اوسنيو مياشتو كښې پاك ۔ افغان تجارت كښې په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل دوه اړخيزه تجارتي حجم لا زياتولو له دې په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كړے شي۔ ده ووئيل په افغان پوله هره ورځ د 2000 كنټېنرو د تګ راتګ هدف له دې اقدامات وكړے شي۔ د اېف بي آر چارواكو ووئيل په پاک-افغان پوله ستمبر كښې د كنټېنرز د تګ راتګ شمېره 1058 وه كومه چې اوس د ورځې 1870 کنټېنرز ته رسېدلې۔ سپیکر اېف بی آر ته سپارښتنه وكړه چې په پاک۔ افغان پوله دې د کنټېنرز کلیرنس عمل يوه اونۍ كښې ترسره كړے شي۔ ده ووئيل په غلام خان ٬ انګور اډه او كرلاچي دې د اېف آئي اے عملې موجودګي باوري كړې شي۔ د خارجه وزارت چارواكو ووئيل د روان كال تر دسمبر مياشتې به كابل كښې د پاكستان سفارت كښې د قونصل هال فعاله كولو كار ترسره شي۔ سپيكر هدايت وكړو چې په پاك افغان پوله انګور اډه او غلام خان كښې د كمرشل بېنكونو څانګو جوړولو له دې سمدستي ګامونه پورته كړے شي۔ په پاک۔افغان پوله د چينو ولاړو كنټېنرز كليرنس حوالې سره شوي پېشرفت نه دې كمېټي خبر كړې شي۔ د اېف بي آر او سټېټ بېنك چارواكو ووئيل د نېشل بېنك او سټېټ بېنك ډله به سبا او بل سبا د غلام خان او انګور اډې دوره كوي۔ دوي زياته كړه چې د راروان كال تر مارچ مياشتې به په پاک۔افغان پوله غلام خان او انګور اډه كښې د بنكونو څانګې پرانستلې شي

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں