اسلام آباد 24 نومبر(اے پی پی) د تعليم وفاقی وزیر شفقت محمود وئيلي دي حکومت د ماشومانو صحت ته پام لرنه كوي، د حکومت د اړخه په جاري کورونا اېس او پیز عمل درآمد نه كولو په وجه د تعلیمی ادارو د بندولو پريكړه شوې ،ټول زدكوونكې او استاذان دې د وباﺀ خپريدو مخنيوي له اړوندو چارواكو سره مرسته وكړي۔ نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د کورونا بحران په مهال بايد ماشومان د خپل ځان اصلاح پخپله وكړي او د زدكړې عمل روان وساتي۔ شفقت محمود ووئيل سکولونه به تر 24 دسمبر پرانستلې وي يواځې زدكونكې په ذاتی توګه سکولونو ته تللو څخه منع كړې شوي، د سکولونو چارواكو ته وئيلي شوي چې ماشومانو له تعلیم وركولو له آئن لائن کلاسز پيل كړي۔ده ووئيل كوم زدكوونكې چې آن لائن کلاسز نه شي اخستلې،بايد هغوي له هوم ورك وركړے شي او د سکول چارواكي ماشومان يا د هغوي مور پلار اوونۍ كښې يو ځل هوم ورك كتلو له سكول ته راوبللي