وفاقي كابينې د اېنټي رېپ آرډيننس 2020 او د تعزيرات پاكستان ﴿ترميمي﴾ آرډيننس 2020م اصولي منظوري وركړه. د وفاقي وزيرانو سېنېټر شبلي فراز ، حماد اظهر او د خسرو بختيار بريفنګ

image

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) وفاقي كابينې د اېنټي رېپ آرډيننس 2020 او د تعزيرات پاكستان ﴿ترميمي﴾ آرډيننس 2020م اصولي منظوري وركړې ده ، په دې كښې په مېرمنو، ماشومانو او جينكو تېري كوونكو لپاره د سزاګانو او د جرائمو تشريحات پشمول د مرګ د سزا شق شامل كړے شوے، وفاقي كابينې د قانون او انصاف وزير ته د سركاري ادارو په بورډ آف ډائرېكټرز كښې د پارلمان د غړو ټاكنې په اړه د اړوند قوانين په اړه د پاكستان د سترې محكمې څخه د لارښونې ترلاسه كولو هدايت كړے، د وفاقي حكومت اقداماتو په نتيجه كښې د چينو او غنمو بېعه د تېرو 10 ورځو څخه كمېږي، اېمپورټډ چيني په 68 روپې كلو ده او د اوړو د 40 كلو بورۍ تر 200 روپو كمه شوې. كابينې د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري له د جي 20 تنظيم د 16 هېوادونو څخه د قرضونو ري شېډولنګ لپاره د لوظنامې كولو اجازه هم وركړې. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر او د اقتصادي چارو وفاقي وزير خسرو بختيار سره يوځائ مېډيا ته بريفنګ وركړو. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل وزيراعظم د ماشومانو او مېرمنو په ضذ د زياتېدونكو جرائمو سخت نوټس اخستو سره وئيلي دي داسې جرائم په كومه هم مهذبه ټولنه كښې نه زغملے كېږي. وفاقي كابينې د اېنټي رېپ آرډيننس 2020 او د تعزيرات پاكستان ﴿ترميمي﴾ آرډيننس 2020م اصولي منظوري وركړې. د قانون او انصاف وزير كابينې ته د سركاري ادارو په بورډ آف ډائرېكټرز كښې د پارلمان د غړو ټاكنې لپاره د قوانين په اړه بريفنګ وركړو. كابينې په دې لړ كښې د پاكستان د سترې محكمې څخه د لارښونې ترلاسه كولو پرېكړه وكړه. كابينې د اداره جاتي اصلاحاتو د كمېټې د كال 2020م د اكتوبر د 29مې نېټې او د نومبر د 12مې نېټې په غونډو كښې د شوو پرېكړو توثيق هم وكړو. كابينې ته په سركاري ادارو كښې د سي اي او او د مېنجنګ ډائرېكټرز په خالي چوكو د ټاكنو د پرمختګ په اړه رپورټ وړاندې كړے شو او وزيراعظم زر تر زره د دې معاملې ترسره كولو سپارښتنه وكړه. كابينې د نېشنل آركائيوز اېكټ د شق نمبر 3 ﴿2﴾ له مخې د نېشنل آركائيوز د ډائرېكټر جنرل د ټاكنې منظوري وركړه. د اقتصادي چارو ډويژن كابينې ته ووئيل په دې وخت كښې د جي 20 هېوادونو لخوا پاكستان ته د مئي نه تر دسمبر كال 2020م په ترلاسه كړي پور كښې د 1.7 نه تر 2 ارب ډالرو ادائيګې موخر كړې شوې. د پور د ادئيګې موخر كولو پرېكړه او سهولت جي 20 د كورونا وباﺀ په وجه وركړے كوم به چې تر جون كال 2021م موثره وي. كابينې كامرس وزارت ته په پاكستان ټيلي ويژن د لوبو خپرونو په مد كښې نړيوالو ټي وي چېنلو ته ادائيګې لپاره د اېن او سي جاري كولو اجازه هم وركړه. كابينې د لاهور په هائي كورټ كښې په دائر شوي پېټيشن د احكاماتو په اړه د اطلاعات او خپرونو وزارت ته د كورونا وباﺀ په اړه د خبرتيا د موثره كمپائن چلولو هدايت هم وكړو. دغسې كابينې د نېشنل بك فاٶنډېشن د اېم ډي او د بورډ آف ګورنرز د ټاكلو، د سول اېوي اېشن په رولز 1991 كښې د ترميم كولو معامله د كابينې د قانون كمېټې ته د سپارلو، د اقتصادي رابطه كمېټې د 16م نومبر كال 2020م د غونډې، د تجارت كمېټې د 19م نومبر كال 2020م په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق هم وكړو. په هېواد كښې د ټېكنالوجې ودې لپاره كابينې د سپېشل ټېكنالوجي زونز اتهارټۍ جوړولو اصولي منظوري هم وركړه. سپېشل ټېكنالوجي زونز به په ابتدائي توګه په پېښور، اسلام آباد، لاهور او هري پور كښې جوړولے شي. دغسې كابينې په كراچې او كوئټه كښې هم د زونز جوړولو منظوري وركړه. د اطلاعات وزير تر مخه وزيراعظم وئيلي دي په پاكستان كښې د آئي ټي ډېر صلاحيت شته كوم چې پكار راوستل لازمي دے. وزيراعظم په هېواد كښې د 50 ټېكنالوجي زونز جوړولو هدايت هم وكړو. غونډې ته د منصوبه بندې وزير اسد عمر د مهمو معاشي اعشارو د بهترې په اړه بريفنګ وركړو. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز بريفينګ كښې ووئيل په ګلګت بلتستان كښې په ټاكنو كښې د تحريك انصاف په كاميابې د ګلګت بلتستان د اولس مننه كوو، خو پيپلز پارټي په ګلګت كښې شر له خوښي لري ، د دې رويې غندنه كوو، په پېښو كښې ككړ كسان به سزا مومي. ده ووئېل سپېځلې ټاكنې شوي او كه څوك اعتراض لري نو د ثبوت سره دې د ټاكنو كميسون ته لاړ شي. د اطلاعات وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل د نواز شريف مور په حق رسېدلې، د وزيراعظم پشمول د كابينې غړو د غمرازې پېغام لېږلے. شهباز شريف په پے رول خوشے كولے شي، د دې خبر تصديق به په لږ وخت كښې اوشي. مونږ نواز شريف، د هغه بچي يا اسحاق ډار د راتګ څخه نه دې منع كړي ، هغوي دې راشي او په تدفين كښې دې ګډون وكړي، زمونږ لخوا به قدغن نه وي. ده ووئيل د كورونا دوئمه چپه ډېره خطرناكه ده، بايد په اوسنيو حالاتو كښې غونډې ونه كړې شي. بايد د داسې چارو نه ډډه وكړې شي كومې چې معاش سره تعلق نه لري. ده ووئيل هند د يو انتهاخوښي هېواد په توګه رامخې ته كېږي، په هند كښې د مسلمانانو په ضد قوتونه د دې خبرې ګواهي وركوي چې هغوي كوم انسانيت نه لري. د بريفنګ په مهال د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر ووئيل د چينو پېداوار، ترسيل او د نورو چارو په اړه ګڼ شمېر اقدامات شوي چې پكښې قانون سازي كولو سره جرمانه د 50 زرو نه 50 لكه روپو ته رسولې شوې. ده ووئيل د نومبر د 10مې نه تر 15مه نېټه كرشنګ پېل كړے شوے او يو لك پنځويشت زره ټنه غنم كے پي كے او پنجاب لپاره اېمپورټ كولے شي. په هېواد كښې په 4 زره يوټېليټي سټورونو په 68 روپې كلو چينې وركړے كېږي او په راتلونكو ورځو كښې به د چينو بېعه نوره هم ټېټه شي. د اقتصادي چارو وزير خسرو بختيار ووئيل د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې په 10 ورځو كښې د اوړو 40 كلو بورۍ تر 200 روپې كمه شوې. روان كال لپاره د غنمو ضرورت 2 كروړه 76 لكه مېټرك ټن ؤ او پېداوار 2 كروړه 58 لكه مېټرك ټن ؤ ، د تېر كال ذخيرو شاملولو نه پس 31 لكه ټنه غنم د سركاري ذريعو څخه وركړې شوي

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں