اسلام آباد 10دسمبر (اے پی پی) د وزیرِاعظم عمران خان په مشرۍ كښې د راوي اربن ډویلپمنټ اتھارټي او د پاکستان آئی لینډ ډویلپمنټ اتھارټی ورکنګ ګروپ غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز، وفاقی وزیر سید علی حیدر زیدی، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د نيا پاکستان هاؤسنګ اتھارټی چیئرمېن لیفټیننټ جنرل (ر) انور علی حیدر، د نيا پاكستان هاؤسنګ اتھارټی ډپټی چئیرمېن میجر جنرل (ر) امیر اسلم خان، د پاکستان آئی لینډ ډویلپمنټ اتھارټی چیئرمېن عمران امېن ګډون وكړو۔ دې نه علاوه د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، د پنجاب وزيراعلی صلاحكار ډاکټر سلمان شاه، د پنجاب وزير اعلی خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان او نورو اړوندو افسرانو د ويډيو لنك د لارې ګډون كولو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې په غونډه كښې وزیرِاعظم د چینائي حکومت او کمپنیو د اړخه منصوبه كښې د درې اربه ډالره سرمایه کارۍ خوښې لرلو په اړه خبر كړے شو۔ دې نه علاوه دا هم ووئيل شول په دې كښې هيڅ ډول قرض شامل نه دے۔ وزیرِ اعظم د اے این جی سی سی د اړخه د 5 اربه ډالره شراکتی سرمایه کارۍ پیش کش په اړه هم خبر كړے شو۔ دغسې د راوي سټی منصوبه پیشرفت لا تندولو لپاره بورډ جوړ كړے شو او په منصوبه به د جنوری څخه كار پيل كړے شي۔ وزیرِاعظم په دې خبره زور راوړو چې راوی سټی منصوبه په تاریخی توګه د خپل نوعیت د پاکستان منفرد او لويه منصوبه ده كومه به چې زياتې شوې مسئلې حل كړي۔ده ووئيل د دې منصوبې بشپړيدو سره به د لاهور وګړو ته نه يواځې د څښلو پاكې اوبه ، د سیوریج مناسب انتظام، ښه چاپيرچل او نورې جديد آسانۍ ترلاسه شي بلکه په لويه توګه بهرنۍ سرمایه کارۍ سره به د روزګار موقعې او ځائې او قامي معیشت ته په خاص توګه وده ترلاسه شي۔ پاکستان آئی لینډ ډویلپنټ اتھارټی په اړه وزیرِ اعظم ته ووئيل شول ماحولیاتی او ماسټر پلان سټډیز به جنوري څخه پيل كولے شي دې سره سره این جی اوز سره په شراکت د جزائر منسلك كبانو نيوونكو روزګار او سمندری حیات تحفظ لپاره يو پروګرام ترتیب كړے كيږي۔ وزیرِاعظم عمران خان په بنډل آئی لینډ شوے پیشرفت د ډاډ وړ ګرځولو سره په دې خبره زور راوړو چې د دې منصوبې کامیابۍ لپاره به ټول سټیك هولډرز اعتماد كښې اخستو له كار كولے شي۔