اسلام آباد 28 دسمبر(اے پي پي) د آبي وسائلو وفاقي وزير فېصل واوډا وئيلي دي په ادارو بې ځايه تورونه لګوونكي به د غبرت نشان جوړوٶ او دوي ته به ښايو چې حكومتي رټ څه وي ، پوځ خپلو وظيفائي چارو پلو پام لرنه كوي او د جمهوريت سره ولاړ دے، هغوي د سياست سره هېڅ تعلق نه لري٬ د زرداري او (ن) ليګ په چال كښې به نه راځوو او د سېنېټ په الېكشن كښې به برخه اخلو، مريم نواز د اقتدار څخه د محرومۍ په سبب چغې وي٬ ھغه په كوم حېث د پارلماني غړو څخه استعفاګانې غٶاړي، نواز شريف د جنرل جېلاني پيداوار دے، د بې نظير بھټو كردار كشي به ئې كوله٬ نن په مونږ تورونه لګوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز او د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري سره په پي آئي ډي كښئ خبري كنفرنس ته وكړه۔ ده ووئيل مريم نواز اقتدار غواړي او ټوله ژړا فرياد او فرسټرېشن ئې د اقتدار نه د محرومۍ نتيجه ده ،ھغې په پرونۍ جلسه كښې د دروغو او فريب نه كار اخستے آيا د ګوند غړې د دوي پېدائشي ملازمان دي۔ده ووئېل كه دا وائي چې په الېكشن ټګي شوې نو ثبوت ولې نه وركوي، مسلم ليګ (ن) عدالتونو او د الېكشن كمېشن سره ولې مراجعه نه ده كړې٬ د ټګۍ په ضد ئې ولې يو فورم سره مراجعه نه ده كړې۔ ده ووئيل مريم صفدر هېڅ ځواب نه لري٬ په پانامه كېس كښې د خپلې صفائۍ لپاره د څه وېناجوګه نه وه٬ په بې شرمۍ او په زړه ورتيا په ھغه پوځ تنقيد كوي څوك چې زمونږ او د هېواد محافظ دے او په مورچو كښې زمونږ ځوانان د خپلو سرونو قربانۍ وركوي۔وفاقي وزير ووئېل دوي دې په پي ټي آئي د تورونو لګولو نه وړاندې سوچ كوي چې دوي د جنرل جېلاني پېداوار دي، د مريم نواز پلار نواز شريف مفرور، سزاوار او اشتهارې دے٬ ھغه پاكستان ته د راستنېدو نه انكار كوي او د ھغه خپلوان او اولاد هم بهر هېواد كښې ناست دي او د عدالتونو نه تخښتېدلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير فېصل واوډا ووئيل شاهد خاقان عباسي له د انساني همدردي په بنياد امريكې ته د تګ اجازه وركړې شوې۔