د سپريم كورټ چيف جسټس د كرك مندر سوزولو پېښې نوټس واغست

image

اسلام آباد۔31 دسمبر (اے پی پی) چیف جسټس آف پاکستان جسټس ګلزار احمد د خېبر پختونخوا كرك سيمه كښې د مندر سوزولو پېښې نوتس اغستو سره د كے پي كے چيف سېكرټري٬ آئي جي او د اقليتي حقونو كمېشن ته د پیښې ځاے ته د تللو سره د معائنې كولو او رپورټ د جنورۍ په 4 مه نېټه سپريم كورټ كښې د جمع كولو امر سره د جنورۍ 5 مه نېټه كېس سماعت لپاره مقرر كړے۔ د زيارت په ورځ د سپريم كورټ لخوا جاري كړې اعلاميه كښی وئيلي شوي چیف جسټس آف پاکستان جسټس ګلزاراحمد سره د پاکستان هندو کونسل چیئرمېن او د قامي اسمبلۍ غړي رمیش کمار سپریم کورټ کراچي رجسټری كښې ملاقات كړے۔ رمیشن کمار کرک كښې د مندر سوزولو پېښې په اړه چیف جسټس آف پاکستان خبر كړے۔ ملاقات كښې چیف جسټس ګلزار احمد په دې پېښه د اندېښنې څرګندونه كولو سره هېواد كښې د اقليتونو د حقونو تحفظ باوري كولو له د خپل عزم پخلے كړے۔ چیف جسټس آف پاکستان جسټس ګلزار احمد رمیش کمار ته ووئيل ما د وړاندې نه د خېبر پختونخوا كرك سيمه كښې د مندر سوزولو پېښې نوتس اغستو سره د كے پي كے چيف سېكرټري٬ آئي جي او د اقليتي حقونو كمېشن ته د پیښې ځاے ته د تللو سره د معائنې كولو او رپورټ د جنورۍ په 4 مه نېټه سپريم كورټ كښې د جمع كولو هدايت كړے۔ هغه ووئيل د جنورۍ 5 مه نېټه د كېس سماعت لپاره مقرر شوې ده۔

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں