د پبلك اكاٶنټس كمېټې د ذيلي كمېټې غونډه

image

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د پبلك اكاٶنټس كمېټې د ذيلي كمېټې غونډه د نهې په ورځ د كمېټې كنوينئر نور عالم خان په مشرې كښې د پارلمان په ودانې كښې وشوه. په غونډه كښې د كمېټې غړې شاهده اختر علي پشمول د اړوندو سركاري ادارو افسرانو ګډون وكړو. په غونډه كښې د قامي تاريخ، ادبي و كلتوري ورثه ډويژن د كال 81-2017م د آډټ اعتراضات جاج واخستلے شو. غونډې ته د آډټ چارواكو ووئيل د سي ډي اے او پي اېن سي اے ترمېنځه د ودانې په لړ كښې د 27 مليونه روپو معامله روانه ده. سېكرټري ووئيل مونږ سي ډي اے سره رابطه كړې خو كوم ځواب نه دے راغلے. پي اے سي هدايت وكړو چې د سي ډي اے چيئرمېن دې راتلونكې غونډې ته راشي او مسئله دې حل كړے شي. د پي اېن سي اے ډي جي ډاكټر فوزيه سعيد د ټاكنې په اړه د آډټ چارواكو ووئيل قواعد تر نظره نه دي ساتلې شوي. ډاكټر فوزيه سعيد ووئيل د هغې ټاكنه د طريقې له مخې په مېرټ شوې. پي اے سي د آډټ چارواكو ته هدايت وكړو چې په پي اېن سي اے كښې د ډي جي او ډائرېكټرانو د ټاكنو پلټنې وكړي، مونږ د كوم ډول غېر قانوني ټاكنې اجازه نه شو وركولې

مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں