ګلګت 26 جنوري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي ګلګت بلتستان سره د مينې رشته لرم، دلته د سېلګرې ودې لپاره د سفير په حېث كار كوم، د ګلګت بلتستان حكومت مثبت پلو روان دے، ډېر داسې اقدامات وي چې نتيجه ئې زر نه بلكې په سباٶن كښې رامخي ته كېږي ، په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرې، معدنيات، توان او د كركيلې په څانګو كښې بلها موقعې شته ، دې څانګو ته د خاص پام كولو ضرورت دے. ده دا خبرې د ګلګت بلتستان د صوبائي كابينې تعارفي غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. صدر ووئيل وزيړاعظم عمران خان د غريبانانو په غم درد پوهېږي، ځكه هغه د كورونا په پېل كښې د ټولو د وېنا باوجود هم په هېواد كښې لاك ډاٶن نافذ نه كړو كومه چې يوه غوره حكمت عملي وه، نن ټوله نړۍ د پاكستان د دغې پالېسې تقليد كوي. د پاكستان وزيراعظم په ټوله نړۍ كښې د پاكستان تشخص رامخې ته كړے. هېواد د بهترې په پلو روان دے. فاټا او كراچې لپاره خاص پېكج منظور كړے شوے. ده ووئېل بلين ټري سونامي د وزيراعظم عمران خان داسې پروژه ده د كومې په حقله چې وړاندې چا هم سوچ هم نه دے كړے. د دې پروژې په نتيجه كښې به په هېواد كښې په ماحولياتي خيرنوالي قابو موندلو له مرسته تر لاسه شي. صدر ووئيل په ګلګت بلتستان كښې به د انټرنېټ بهترې لپاره خپل كردار ترسره كوم. د ګلګت بلتستان حكومت لخوا پېل كړې د ټېلي مېډيسن پروژه غوره اقدام دے. په ګلګت بلتستان كښې د تعليم شرح د ستائنې وړ ده او په سباٶن كښې به تعليم ته د پام كولو مثبت نتيجې راوځي. صدر ووئيل د خاص كسانو ښېګړې لپاره د پاكستان وزيراعظم عمران خان د كفالت پروګرام پېل كړے، د دې څخه استفادې كولو لپاره دې د ګلګت بلتستان د خاص كسانو ډېټا شريكه كړې شي. ده ووئيل پاكستان بدلېږي. د غريب طبقې خيال ساتلے شي. صدر ووئيل په ګلګت كښې د سېلګرې ودې لپاره به د ګلګت هوائي اډې په پراخا كولو هم غور كولې شي. د ګلګت بلتستان وزيراعلٰي خالد خورشيد د صوبائي كابينې لخوا د صدر ډاكټر عارف علوي د ګلګت دورې هركلے وكړو او وې وئيل ستاسو ګلګت ته راتګ د دې خبرې ثبوت دے چې تاسو ګلګت بلتستان سره خاص مينه لرې. صدر ووئيل د ګلګت بلتستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د پاكستان وزيراعظم د لوي پرمختيائي پېكېج منظوري وركړې چې ورسره به د سيمې تقدير بدل شي. ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې د سېلګرې ودې لپاره خاص اصلاحات كولې شي. د سېلګرې نوي ځايونه معرفي كولې شي. په دې موقع صدر ته د سېلګرې، پرمختيائي پروژو، ځنګلونو او د ځنګلي حيات په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو.