د آذربائیجان صدر الهام علیوف وزيراعظم هاؤس ته په رسيدو تود هركلے ٬ ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو

image

اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) د آذربائیجان صدر الهام علیوف وزيراعظم هاؤس ته په رسېدو تود هركلے ووئيل شو۔ د درېو واړو وسله والو ځواكونو يوې چمتؤ ډلو مېلمه صدر ته ګارډ آف آنر وړاندې کړو۔ د زيارت په ورځ د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره راغلي د آذربائيجان صدر په درناوي كښې په وزيراعظم هاؤس كښې په رسمي توګه د هركلي دستوره وشوه۔ وزيراعظم هاؤس ته په رسېدو وزيراعظم شهباز شريف د هغه تود هركلے وكړو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول۔ وزيراعظم شهباز شريف د ګران مېلمه سره د سلامۍ چبوترې ته لاړو چرته چې د درېو واړو وسله والو ځواكونو چمتؤ ډلو ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ دغسې د آذربائيجان صدر د پرېډ معائنه وكړه۔په دې مهال وزيراعظم د وفاقي كابينې د مېلمه صدر او د آذربائيجان صدر د وزيراعظم شهباز شريف سره د خپل پلاوي تعارف وكړو۔

مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں