د وزیراعظم شاھد خاقان عباسی حق رسېدليو مزدورانو له فاتحه خواني ٬ د حق رسېدليو كسانو كورنيو له د 10 ٬ 10 لكهه او ژوبل شوي و له د 5 ٬ 5 لكهه روپو معاوضې اعلان

image

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی د ملتان – سكھر موټروے (اېم 5) په شجاع آباد انټرچېنج د كار كولو په مهال د حق رسېدليو مزدورانو روحونو ته ثواب رسولو له فاتحه خواني وكړه او د حق رسېدليو كسانو كورنيو له ئې د 10 ٬ 10 لكهه او ژوبل شويو له د 5 ٬ 5 لكهه روپو معاوضې اعلان وكړو۔ د خالي په ورځ شجاع آباد كښې غونډه كښې هغه مهال خاموشي شوه كله چې وفاقي وزير سید علی شاه سټېج ته راتلو سره وزيراعظم او غونډه كښې ګډون كوؤنكي خبر كړل چې د جمعې په شپه په شجاع آباد انټرچېنج د كار كولو په مهال 5 مزدوران په حق رسېدلي او يو شمېر نور ژوبل شوي۔ حق رسېدليو او ژوبل شويو لپاره د معاوضې اعلان څخه وروستو وزيراعظم ووئيل په منصوبه كار كوؤنكې كمپني به هم معاوضه ادا كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل دا د افسوس وړ پېښه ده كومې چې هر وګړې خفه كړې۔ د پنجاب ګورنر ووئيل غريبو مزدورانو دې موټروے لپاره خپله وينه بهولې او د دوئي قرباني به بې ځايه نه ځي

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں