د اطلاعات، خپرونو ،قامی تاریخ او ادبی ورثې وفاقی وزیر بیرسټر سید علی ظفر سره د چین سفارت ناظم الامو ژولیجن وليدل

image
APP25-21 ISLAMABAD: June 21 - Charge d Affaires, Embassy of China Zhao Lijian called on Minister for IBNH&LH Syed Ali Zafar. APP

اسلام آباد 21 جون (اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو ،قامی تاریخ او ادبی ورثې وفاقی وزیر بیرسټر سید علی ظفر سره د چین سفارت ناظم الامو ژولیجن ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال وفاقی وزیر ووئيل د كلتورې تبادلو سره به د پاك چين ملګرتيا ته لا وده ترلاسه شي،معاشی مرستې استحکام له د دواړه هېوادونو كلتور ،ورثې او ژبې شريك تفهیم ته اړتيا ده۔ ده ووئيل متنوع كلتور سره به پاکستان ته كلتور ،سیلګرۍ ،تعلیم او انفارمېشن په څانګو كښې نورې موخې ترلاسه شي۔ده ووئيل د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ منصوبه د دواړه هېوادونو لپاره يو فلیګ شپ منصوبه ده كومې سره به چې ټولې سيمې ته ګټه ورسي۔وفاقی وزیر د تعلیم څانګه كښې د مرستې زياتولو پھ حاجت زور راوړلو سره تجويز وركړو چې د چینائي کتابونو يو كتابتون دې جوړ كړې شي چرته چې د ټولو كتابونو ترجمه هم موجود وي۔ د پاك چین اقتصادی راھدارۍ منصوبې په عمل درآمد د اطیمینان څرګندونې سره د چین سفارت ناظم الامور ووئيل د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ منصوبه د چین حکومت د راهدارۍ په منصوبو كښې تر ټولو لويه او کامیابه منصوبه ده۔ ده وفاقی وزیر ته ووئيل د توان څانګه كښې 6 منصوبې کامیابۍ سره بشپړې كړې شوي او په 8 نورو منصوبو كار په تندۍ سره روان دے۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں