د كراچۍ په سائټ اېريا كښې د فوم جوړولو په كارخانه كښې د اور لګېدنې پېښه٬ د اور مړ كولو په مهال 6 فائر فائټر ژوبل شوي دي

image

كراچې 05 جولائي (اے پي پي) د كراچې په سائټ اېريا كښې ضيا موړ سره نزدې د فوم جوړولو په كارخانه كښې د اور لګېدنې پېښه رامېځ ته شوې۔ د اور مړ كولو په مهال 6 فائر فائټر ژوبل شوي دي۔ د فائر برېګېډ چارواكو اے پي پي ته ووئيل چې د اور له امله د كارخانې يوه برخه لوېدلې او په نتيجه كښې ئې 6 فائر فائټر ژوبل شوي دي كوم چې سول روغتون ته رسول شوي دي۔ د اور لګېدو وجه لا نه ده معلومه شوې۔ د اېدهي ريسكيو ذريعو له مخې په كارخانه كښې په داسې وخت اور لګېدلې كله چې هلته كوم ملازم موجود نه و او ځكه كوم ځاني زيان نه دې شوے

مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں