د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د شهيد نوابزاده سراج رئيساني كورنۍ سره غمرازي وكړه

image

كوئټه 15 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د اتوار په ورځ ساروان هاؤس ته لاړو او د مستونګ په پېښه كښې د بلوچستان عوامي ګوند لارښو نوابزاده سراج رئيساني زوي جمال خان رئيساني او د هغه وروڼو نواب اسلم رئيساني او نوابزاده لشكري رئيساني سره ئې غمرازي وكړه او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئې فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره سناتور نصيب الله خان بازئي او سناتور مولانا عبدالغغور حېدري هم موجود وو۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د شهيد نوابزاده سراج رئيساني زوي جمال خان رئيساني او نورو سره ملاقات وكړو۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن د ارواښادو درجې لوړې كړي او وارثانو ته د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں