د لاهور څخه د حج وړومبې پرواز 181 حاجيان وړلو سره مدينې منورې ته لاړو

image

لاهور 14 جولائي (اے پي پي) د پنجاب سرښار لاهور څخه د نجي ايئر لائن د حج وړومبې پرواز 181 حاجيان وړلو سره مدينې منورې ته لاړو۔ د مذهبي چارو وفاقي سېكتر خالد مسعود چوهدري او د حج ډائرېكټر سعيد احمد ملك حاجيان رخصت كړل۔ په دې موقع خبريالانو سره په خبرو كښې خالد مسعود چوهدري ووئيل چې حاجيانو ته به غوره اسانيې وركولو لپاره هڅې كولې شي۔ ده ووئيل چې ده په خپله د انتظاماتو جاج اخستې۔ په دې موقع د حج ډائرېكټر سعيد احمد ملك ووئيل چې سږ كال د حاجيانو تربيې ته ډېر پام شوے چې دغسې دوي د حج مناسك په ښه ډول ترسره كړے شي۔ ده حاجيانو ته خواست وكړو چې د هېواد سلامتيا٬ استحكام او امن لپاره خاص دعاګانې وكړي۔

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں