د پاکستان او چین اړيكې به د عمران خان په قيادت كښې لا مستحكمې شي٬ بیجنګ ریویو

image

بیجنګ 13 اګست (اے پي پي) د پاکستان او چین ترمېنځه اړيكې به د عمران خان په قيادت كښې لا مستحكمې شي٬ پاكستاني اولس لپاره اوسنې ټولټاكنې تاريخي حېثيت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه د چين په نوميالې مجله “بیجنګ ریویو” خپل يو خاص ارټيكل كښې كړې۔ “بیجنګ ریویو” خپله مضمون كښې ليكلي دي پاكستاني اولس لپاره اوسنې ټولټاكنې تاريخي حېثيت لري چې په سوب ئې د اوږدې مودې د پي اېم اېل اېن او پيپلز ګوند پشمول د دوه فريقي سياست خاتمه شوې ۔ مجلې په ټاكنو كښې د پي ټي آئي كاميابي د پاكستان سياست لپاره مهم بدلون ګرځولو سره وئيلي دي بدلون سره پاكستاني اولس د هېواد سباٶن له روښانه اميدونه تړلي ۔ بېجنګ ريويو د دې خبرې هم څرګندونه كړې چې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان ته د ځوانانو نه علاوه د سماج د لاندينۍ درجې ډېر ملاتړ ترلاسه دې۔ مجلې وړاندې هم دا خبره كړې وه چې د عمران خان مشري به نه يوازې پاكستان لپاره ګټوره ورځ وي بلكې د ھغه په مشرۍ كښې به د پاكستان او چين ترمېنځه اړيكې لا مستحكمې شي

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں