خارجه وزير شاه محمود قريشي سره د آسټراليا پخوانې سناتورې لي ريانون ملاقات

image
APP01-03 ISLAMABAD: September 03 - Former Australian Senator Lee Rhiannon called on Federal Minister for Foreign Affairs, Makhdoom Shah Mahmood Qureshi. APP

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي سره د آسټراليا پخوانې سناتورې لي ريانون ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو او په خاص توګه د او اېچ سي اېچ آر د راپور په تناظر كښې د بشري حقونو د صورتحال معامله په ډاګه كړه۔ په راپور كښې د كميشن آف انكوائري جوړولو وړاندېز شوے۔ د آسټراليا پخوانې سناتوره لي ريانون د پاكستان او آزاد كشمير په 6 ورځنې دوره راغلې۔ په مقبوضه كشمير كښې د هند ظلمونه په ډاګه كولو سره خارجه وزير ووئيل د كال 1989 راهسې د هند قابضو ځواكونو تقريبا يو لك كشميريان شهيدان كړي ۔ د قابضو ځواكونو لخوا د يو لك نه زيات ماشومان يتيمان كړې شوي ٬ ده ووئېل 22 زره مېرمنې كونډې شوې او تقريبا د يوولس زره مېرمنو عصمت ته لاس اچولې شوې۔ يوازې د كال 2016م نه پس هندي قابضو ځواكونو د پېلټ ګنز بې درېغه استمال كړې او په لويه پېمانه خلق ئې د سترګو د نظر نه محروم كړي چې پكښې مېرمنې٬ ځوانان او ماشومان هم شامل دي

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں